ط..البانو ويلي، چي درې تنه هغه پاکستاني پوځيان چي د ۲۰۲۵ ميلادي کال د اکتوبر په مياشت کي د کندهار په معروف ولسوالۍ کي د پاکستان سره د جګړې پر مهال ط..البانو نيولي وو، د سې شنبې په ورځ ئې بېرته ازاد کړي او د پاکستان حکومت ته ئې سپارلي دي.
ط..البان وايي، چي دغه اقدام ئې د سعودي عربستان د دولت په غوښتنه او منځګړيتوب کړی دئ.