د غزني د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه د چهار شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه ولايت په مقر ولسوالۍ کي د کندهار- کابل پر لويه لاره يو باروړونکی موټر د يو مسافر وړونکي موټر سره ټکر سوی دئ.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه ټکر کي درې کسان وژل سوي دي.
دغه ترافيکي پېښه د چهارشنبې په سهار مهال رامنځ ته سوې ده.
باید وويل سي، چي تر دې يوه ورځ وړاندي هم په غزني ولايت کي په دوو جلا جلا ترافيکي پېښو کي شپږ کسان وژل سوي وو.