ط..البان وايي چي د کندهار ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کي ئې ۶۱۶ راسه پسونه، چي په قاچاقي ډول پاکستان ته انتقال کېدل نيولي دي.
د ط..البانو په وينا چي دغه پسونه ئې د ډيورنډ فرضي کرښي ته نژدې نيولي، چي پاکستان ته په غیرقانوني ډول لېږدول کېدل . د هغوی په خبره چي د يادي موضوع په تړاو ئې يو شمېر کسان هم نيولي، چي اوس په امنيتي ادارو کي ترڅېړنو لاندي دي.
د هغوی په وينا چي په همدې ولسوالۍ کي ئې همدا راز ۹ کارټنه پاکستاني درمل هم نيولي، چي په قاچاقي ډول د پاکستان څخه کندهار ته راوړل کېدل.