د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش د اسرائیلو د امنیتي کابینې پر تازه پرېکړي سخت انتقاد کړی او ویلي ئې دي، چي د لویدیځي غاړي په ځینو برخو کي د اداري او اجرایي بدلونونو پلي کول د دوو دولتونو ترمنځ اړيکي له جدي ګواښ سره مخ کوي.
هغه ويلي چي په لویدیځه غاړه او ختیځ بیتالمقدس کي ټول اسرائیلي مېشتځایونه د نړۍوال قانون له مخي هېڅ مشروعیت نه لري او د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیکونو ښکاره سرغړونه ده. د ده په وینا، دا اقدامات د سیمی کړکېچ لا پسي ژوروي او د سولي هڅي کمزوري کوي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي همداراز زیاته کړې، چي په فلسطیني خاوره کي د اسرائیلو دوامداره حضور د نړۍوالي عدلیې محکمې له نظره غیرقانوني دئ او باید پای ته ورسېږي. هغه له اسرائیلي لوري وغوښتل چي خپلي وروستۍ پرېکړي بېرته واخلي او ټول اړخونه دي د نړۍوالو قوانینو او د امنیت شورا د پرېکړه لیکونو په چوکاټ کي د تلپاتي سولي له پاره کار وکړي.
بلخوا، په فلسطین کي بشري وضعیت ورځ تر بلي خرابېږي. د فلسطیني کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو ادارې «انروا» خبر ورکړی، چي د روان انساني بحران د مدیریت له پاره لږ تر لږه ۱.۲۶ میلیارده ډالرو بېړنیو مرستو ته اړتیا ده. یادي ادارې خبرداری ورکړی، چي که نړۍواله ټولنه ژر اقدام ونه کړي، میلیونونه کسان به له سختو ستونزو سره مخ سي.