ط..البان وايي چي په هرات ولايت کي ئې د تېري اوونۍ په جريان کي ۸۷۰ تنه هغه کسان نيولي

ط..البان وايي چي په هرات ولايت کي ئې د تېري اوونۍ په جريان کي ۸۷۰ تنه هغه کسان نيولي، چي غوښتل ئې په ناقانونه ډول د هرات د لاري ايران ته ولاړ سي.
ط..البانو د دغو نيول سوو کسان د هويت په اړه نور معلومات نه دي خپاره کړي او ويلي ئې دي، چي دغه کسان ئې د ايران سره پولي ته نژدې نيولي دي.
د ط..البانو امنیتي‌ مسئولین وايي، چي دغه اقدام ئې د پولو د کنټرول پياوړتیا، د انساني قاچاق د مخنيوي او د ایران سره پر پوله د امنیت زياتوالی په موخه کړی دئ.

بايد وويل سي، چي په افغانستان کي د ط..البانو د بيا واکمنۍ سره سم ځوانان د بېکارۍ او لوږي له امله مجبوره سوي دي، چي پر سختو او ناقانونه لارو بهرنيو هيوادونو ته سفر وکړي.