د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو امر بدلون قريشي د پنج شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د چهارشنبې په ماخستن د جلال اباد ښار په اوومه ناحيه کي د يوه کور د خوني د نړېدو په پېښه کي د يوې کورنۍ ۷ کسان وژل سوي او يو بل ټپي سوی دئ.
د هغه په وينا چي په وژل سوو کسانو کي ښځي او کوچنيان هم شامل دي.
بايد وويل سي چي د وروستيو ورښتونو له امله د افغانستان په ۱۵ ولايتونو کي د ۶۰ څخه زيات کسان وژل سوي دي.