لومړی پاکستانی فضانورد د چین فضايي سټېشن ته ورسېد

چین د چهارشنبې په ورځ د جیوچوان له مرکزه شنژو-۲۴ فضايي بېړۍ فضا ته واستوله، چي پاکستانی فضانورد محمد ذیشان علي پکي سپور و.

۴۰ کلن علي لومړنی پاکستانی دی چي مدار ته ورسېد او لومړنی بهرنی وګړی دی چي د چین تیانګونګ فضايي سټېشن ته ننوت.

هغه به د ۵ تر ۱۰ ورځو پوري له چیني فضانوردانو تانګ هونګبو او وو یي سره په سټېشن کي علمي ازمېښتونه وکړي.

علي له الوتني مخکي ویلي وو: «زه د ځان لپاره نه الوزم، د پاکستان نوم پر اوږو وړم.»

انځور: Wikimedia Commons، چین نیوز سرویس، CC BY 4.0 (د شنژو-۲۲ د الوتنې ارشیفي انځور، همدا ډول توغندی؛ د شنژو-۲۴ الوتنه نه ده).

📲 زموږ د ټلګرام چینل سره یو ځای سئ: t.me/ChiraghTV

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *