لوی اختر ته د ګوتو په شمېر ورځي پاته دي

لوی اختر ته د ګوتو په شمېر ورځي پاته دي، خو په بنګله‌دېش کي یو داسي غوايي راڅرګند سوی چي خلګ ئې د قربانۍ پر ځای له هغه سره سیلفي انځورونه اخلي.
دغه ۷۰۰ کیلو ګرامه غوايي چي ژيړ وريښتان لري او د خپلو عجیبو وريښتانو له امله د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په نوم نومول سوی دئ.
د هغه مالک ضیاالدین وایي، د سيمي خلګو چي کله دغه غوايي وليدی نو سمدستي ئې وویل «دا خو بیخي د ټرمپ په شان ښکاري»

راپورونه وایي، چي خلګ دغه ځای ته یوازي د څاروي اخیستلو له پاره نه؛ بلکي د ټرمپ غوايي د لیدلو او عکس اخیستلو له پاره ورځي.