د ط..البانو د ټولګټو چارو وزارت د جمعې په ورځ سهار مهال خبر ورکړی، چي د سالنګونو لویه لاره د زيات اورښت او د شمالي سالنګ لويه لاره د طوفان او سېلابونو له امله د هر ډول تګ راتګ پر مخ د موقت وخت له پاره تړل سوې ده.
د ياد وزارت په وينا چي موټر چلوونکي او مسافر دي تر بلي خبرتیا پوري پر دغه لويه لاره سفر نه کوي او د دوی لارښووني دي عملي کړي.