د ميدان وردګو ولايت د ط.. البانو د امنيې قومندانۍ څخه د جمعې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه ولايت په چک ولسوالۍ کي د تالندي د لوېدو په پېښه کي يو کس خپل ژوند د لاسه ورکړی دئ.
د خبرپاڼي په حواله چي دغه پېښه د پنج شنبې په ورځ د چک ولسوالۍ په بکسمند سيمه رامنځ ته سوې ده.
بايد وويل سي، چي په کندهار، تخار، هلمند، غور او هرات ولایتونو کي په دې وروستيو کي د طبيعي پېښو له امله شپږ کسان وژل سوي او يوولس نور ټپيان دي.