ما د ملت او ملت‌پالني په اړه د ښاغلي عبدالغفور لیوال او ښاغلي انورالحق احدي ترمنځ تازه بحث په ډېر دقت تعقيب کړ

ما د ملت او ملت‌پالني په اړه د ښاغلي عبدالغفور لیوال او ښاغلي انورالحق احدي ترمنځ تازه بحث په ډېر دقت تعقيب کړ. دا يوه بډايه او له فکري پلوه د تأمل وړ خبرې اتري وې. هغه څه چي تر ټولو ډېر زما پام ځان ته راواړاوه، د احدي صاحب له لوري د مدني ملت‌پالني مفهوم وړاندي کول وو. دا مفهوم د معاصر سياسي تفکر په دود کي هڅه ده چي د ملت له ذات‌پالني او قومي تعريفونو څخه واوړي او داسي درک ته ولاړ سي چي پر تابعيت او د سياسي بنسټونو دننه د حقوقي برابرۍ پر اصل ولاړ وي.
زما د پوهي له مخي، د افغانستان د سوسيالي ډيموکرات ګوند (افغان ملت) په فکري دود کي، که څه هم پر مدني حقوقو او برابرۍ ټينګار سوی، خو بيا هم يو ډول قومي درک د ملت‌پالني په منځ کي موجود وو. له همدې امله، د افغان ملت د پخواني مشر له لوري د مدني ملت‌پالني د مفهوم طرح کول راته هم نوی او هم د بيا غور وړ ښکاره سو.
پر دې سربېره چي د افغانستان اوسنی حالت بحران وبولو که نه، داسي ښکاري چي موږ د يوه ملت په توګه د تاريخي بيا غور په يوه مهم پړاو کي يو. دا هغه شېبه ده چي پکې اړ يو د افغان کېدو مانا او له افغانستان سره د تړاو حدود له سره تعريف کړو. دا بيا تعريف، که دوامدار او ټول‌شموله وي، نه سي کولای يوازي پر قومي او ژبني بنسټونو ولاړ وي؛ بلکي اړتيا ده چي داسي افق ولري چي د ټولني دننۍ بېلابېلتياوي په يو ګډ او برابر چوکاټ کي ومني او په عين وخت کي د سيمي د هيوادونو ترمنځ د يوه خپلواک ملت په توګه خپل مفهومي يووالی وساتي.

مدني ملت‌پالنه، د يوې نظري مسئلې په توګه، له اخلاقي او عملي پلوه تر قومي ملت‌پالني غوره ښکاري، ځکه چي د قوميت او تاريخي ژبني حافظې پر ځای پر هغو اصولو ټينګار کوي لکه د اتباعو برابري او ګډ سياسي بنسټونه. البته يو ټکی چي احدي صاحب ورته اشاره ونه کړه دا دی چي مدني ملت‌پالنه هم په عمل کي تل په ځانګړو تاريخي او کلتوري بسترونو کي راڅرګنديږي او هېڅکله په بشپړ ډول بې‌طرفه يا له هويتي مخکينيو فرضيو تشه نه وي.
سره له دې، دا مفاهيم که څه هم له نظري پلوه جذاب او قانع کوونکي دي، خو که د افغانستان له تاريخي او ټولنيز واقعيت سره سم ونه ژباړل سي، يوازي په انتزاعي کچه پاته کيږي. اساسي پوښتنه دا ده چي دا ډول ملت‌پالنه په عمل کي څه بڼه خپلوي؟ څنګه کېدای سي داسي بنسټونه جوړ سي چي رښتيا هم دا اصول تمثيل کړي، په داسي حال کي چي د قدرت موجود جوړښتونه او نابرابرۍ لا هم پياوړي دي؟
احدي صاحب د جمهوريت د دورې اساسي قانون ته هم اشاره وکړه، چي بې له شکه د سيمي په کچه يو له پرمختللو چوکاټونو څخه وو. خو دا پوښتنه راولاړيږي چي څنګه ممکن ده چي د يو ښه اساسي قانون تر سيوري لاندي، داسي ظاهراً سمبوليکي مسئلې لکه د “پوهنتون” کليمه د ځينو لپاره په ګواښ بدله سي؟ ستونزه يوازي په بنسټونو يا حقوقي متونو کي نه ده، بلکي د هويت په ژورو درکونو او سمبوليکو شخړو کي ريښه لري.

زه له احدي صاحب سره هم‌نظر يم چي بايد له قومي درکه مدني درک ته ولاړ سو. خو اساسي پوښتنه دا ده چي دا بدلون—له هويت‌محور افغانيت څخه حقوق‌محور افغانيت ته—تر کومه او په کومو برخو کي بايد عملي سي؟ ايا قومي هويتونه له سياست څخه ايستل کېدای سي؟ او که نه، د تاريخي حافظو او کلتوري هويتونو رول به په دې پروژه کي څه وي؟ تر کومه حده کېدای سي په قدرتي جوړښتونو کي قومي استازيتوب کم سي، پرته له دې چي ټولنيزي ډلي حاشيې ته ولاړي سي؟
په عين حال کي، داسي ښکاري چي دا بيا غور يو داخلي بدلون هم غواړي. په ځانګړي ډول موږ پښتانه ښايي تر نورو ډېر اړتيا ولرو چي د افغان کېدو له قومي درکه فاصله واخلو او هغه د يوې سياسي ټولني په توګه بيا تعريف کړو. ځکه چي د افغانستان په اړه د پښتون‌محوره قومي درک دوام، کولای سي د دې هيواد د دولت شتون د يوه ګډ او ټول‌شموله چوکاټ په توګه جدي له ګواښ سره مخ کړي.
زما په اند، مدني ناسيونالېزم يو پراخ مفهوم دی او د افغانستان په شرايطو کي لا ډېر وضاحت ته اړتيا لري. په دې بحث کي يو نږدې او ګټور مفهوم د اساسي قانون پر بنسټ مينه (Constitutional Patriotism) ده، چي د جرمني فيلسوف یورګن هابرماس وړاندي کړې ده. د دې له مخي، سياسي وفاداري بايد د يوه حاکم کلتوري هويت (که هغه فارسي‌محور وي يا پښتون‌محور) پر ځای، د اساسي قانون اصولو او خپله اساسي قانون ته وي، د داسي يو لوړ سند په توګه چي له قوميت پورته دی. يعنې هغه څه چي بايد د افغانستان د خلکو ترمنځ ټولنيز تړاو رامنځته کړي، د ژبي او کلتور ګډوالی نه، بلکي د اساسي قانون پر وړاندي ګډ تعهد دی، او له هيواد سره مينه بايد د قانون‌پالني په بڼه راڅرګنده سي.

په پای کي، له ليوال صاحب څخه هم مننه پکار ده؛ دا ډول خبرې اترې نه يوازي اړيني دي، بلکي کم‌موندل کيږي. افغانستان تر بل هر وخت ډېر د داسي بحثونو اړتيا لري چي وکولای سي له قومي چوکاټونو واوړي او د ملت او دولت په اړه د فکر نوي افقونه پرانيزي.