په۲۴ ساعتونو کي «خلاص» هرمز تنګی بیرته «بند» سو

په۲۴ ساعتونو کي «خلاص» هرمز تنګی بیرته «بند» سو
سرچينه: سي‌ان‌ان
يوه ورځ څومره بدلون راوستلی سي؟

پرون همدغه وخت کېدای سوای اټکل وسي چي د اوربند د پای نېټې ته په نږدې کېدو سره به د هرمز له لاري د کښتیو تګ راتګ رسما پیل سي.
د جمعې په ورځ، ډونالډ ټرمپ په ډېر مثبته ژبه د تهران له اعلان هرکلی وکړ، چي پکي ويل سوي وو تنګی «په بشپړ ډول خلاصه او د تګ راتګ لپاره چمتو ده.»
د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي هم په ټولنيزه شبکه (X) کي اشاره کړې وه چي تنګی به بېرته په بشپړ ډول خلاصه سي، خو ورسره يې زياته کړې وه چي ايران به د کښتیو تګ راتګ تنظيم کړي. همدې خبر د تېلو بيې په څو ساعتونو کي شاوخوا ۱۰٪ راټيټې کړې، خو دا حالت دوام ونه کړ، ځکه د ايران نيمه رسمي رسنۍ تسنيم پر عراقچي نيوکه وکړه چي د تګ راتګ په شرايطو کي يې «ابهام» رامنځته کړی.

وروسته، ټرمپ اعلان وکړ چي د ايران د بندرونو سمندري محاصره به «په بشپړ ځواک» تر هغه دوام وکړي څو «هوکړه» نهايي سي.
اوس، يوازي ۲۴ ساعته وروسته، سپاه پاسداران انقلاب اسلامي اعلان وکړ چي تنګي لار بېرته بنده سوې ده، او لامل يې د امريکا له لوري د ايران پر بندرونو دوامداره محاصره وبلله.
سپاه په خبرپاڼه کي خبرداری ورکړ: «هره کښتۍ چي تنګي ته نږدې سي، د دښمن سره د همکارۍ په توګه به وګڼل سي او هدف به وګرځي.»

تر لنډ مهاله هيلي وروسته چي د نړۍ دا له تر ټولو بوختو سمندري لارو څخه يوه به بېرته خلاصه سي، اوس ښکاري چي امريکا او ايران يوازي په يوه خبره سره موافق دي: ښايي بېرته د خبرو لپاره چمتو وي—خو تر هغه زيات نه.
د شنبې په ورځ، ايراني ځواکونو يو ځل بيا ټينګار وکړ چي تر څو د امريکا محاصره روانه وي، د سوداګريزو کښتیو تګ راتګ به سخت محدود وي. د دې د ټينګښت لپاره، د عمان له ساحل شاوخوا ۲۰ ميله ليري پر دوو کښتیو ډزي وسوې؛ د يو ټانکر کپتان ويلي چي دا بريد د ايراني جنګي کښتيو له خوا ترسره سوی.
په همدې وخت کي، يوه نادره اعلاميه چي مجتبی خامنه‌ای ته منسوبه ده، خپره سوه چي پکې ويل سوي: «د ايران زړوره سمندري قوه چمتو ده چي دښمنانو ته د نويو ماتونو خوند وڅکوي.»

ټرمپ بيا د شنبې په ورځ وويل چي مذاکرات «ښه روان دي»، خو امريکا به «باج‌اخيستني» ته تسليم نه سي. په مقابل کي، د ايران د ملي امنيت شورا ويلي چي د امريکا «نوي وړانديزونه» تر ارزونې لاندي دي.
تر دې سربېره، دواړه لوري لا هم د مهمو موضوعاتو—لکه د ايران د لوړ غني سوو يورانيمو برخليک او د غني کولو راتلونکی پروګرام—پر سر جدي اختلافات لري.
اوربند يوازي درې ورځي نور هم پاته دی. ټرمپ ويلي چي لا نه ده روښانه چي دا به وغځول سي که نه. هغه خبرداری ورکړی: «کېدای سي تمديد یې نه کړم، بيا به محاصره دوام وکړي او ښايي بمبارۍ بېرته پيل سي.»

بل لور ته، د ايران له خوا هم د نرمښت نښي نه ښکاري. يو لوړپوړی پوځي چارواکي ويلي: «که جګړه بيا پيل سي، موږ به له نويو توغنديو کار واخلو.»
سره له دې، ځيني سرچينې وايي چي ښايي راتلونکې اوونۍ د خبرو دوهم پړاو پيل سي، خو امريکا لا تر اوسه دا خبره رسمي نه ده تاييد کړې.
په همدې حال کي، د پردې تر شا د جدي تحرکاتو نښي هم ليدل کېږي؛ د شنبې په ورځ په واشنګټن کي لوړپوړي امريکايي چارواکي سپيني ماڼۍ ته داخل سول، څو د روان وضعيت په اړه سلا مشورې وکړي.