مسکو ته د احمد الشرع سفر: ډیپلوماتیکه کتنه او نړیوالي موضوعګاني

مسکو ته د احمد الشرع سفر: ډیپلوماتیکه کتنه او نړیوالي موضوعګاني
په ۲۸ جنوري ۲۰۲۶ کي د سوریې موقت ولسمشر احمد الشرع مسکو ته یو رسمي دولتي سفر ترسره کړ، چي د دواړو هېوادونو سوریې او روسیې تر منځ د اړیکو د تعریف، سیمه‌ییزو امنیتي موضوعاتو، او د جګړې وروسته د بیارغوني همکاریو بحثونه پکې شامل وو.
احمد الشرع د روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په کرملین کي د لوړ پوړو سیاسي او امنیتي موضوعاتو په اړه خبري اتري وکړې. دا یې په مسکو کي دويمه رسمي کتنه وه.

د بحث یو له مهمو محورونو دا و چي روسیه غواړي د سوریې په خاوره کي خپل نظامي حضور وساتي، په ځانګړي ډول د حمیمیم هوایي اډه او طرطوس سمندري اډه، څو په مدیترانه کي خپل ستراتیژیک قوت وساتي. الشرع او پوتین دواړو د دوه‌ اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ، که څه هم د تیر نظام سره د روسیې اوږدې اړیکي اوس په نوي سیاسي شرایطو کې بیا ارزول کېږي.
د عراق د روسیې سفیر او ځینو سرچینو له مخه مسکو اعلان کړی چي د پخواني ولسمشر بشار الاسد قضیه سیاسي نه بلکي بشري اړخ لري، او روسیه نه غواړي هغه تسلیم کړي. الاسد له خپل سقوط وروسته روسیې ته پناه وړې او هلته یې اوسیدنه د “بشري پناه” په توګه بیان سوې، چي سیاسی فعالیت پرې بندیز لري.
الشرع مخکي له دې غوښتنه کړې چي الاسد ته باید عدالت ته ورسیږي، خو روسیې د دې موضوع په اړه رسمي ځواب نه دی ورکړی.

د سوریې جګړې وروسته وضعیت د هېواد د اقتصادي جوړېدو یوه لویه ننګونه ده. دواړو لوریو په خبرو کي د بیارغوني، پانګوني او اقتصادي همکاریو موضوعات هم مطرح کړل — په ځانګړي ډول د روسي شرکتونو د شاملېدو امکان، د سوریې د ضررونو جبران، او د سوریې د مارکیټ د رغولو بحث.
دا سفر په سیمه‌ییزه کچه هم حساس دی، ځکه چي د سوریې سیاست په یوه نوي دوران کي داخل سوی او د روسیې سره د همکارۍ څرنګوالی به د منځني ختیځ د راتلونکو تعاملاتو لپاره مهم وي. پوځي شتون، اقتصادي تړاوونه، او د اساسي قانون جوړوني مذاکرات ښيي چي سوریه غواړي د نړیوال سیاست په نويو څپو کي خپله برخه ولري.
د مسکو سفر د احمد الشرع لپاره کله چي د سوریې د نوي حکومت مشر په توګه ترسره سو هغه د دواړو هېوادونو سوریې او روسیې تر منځ د اړیکو د تعریف، د روسي پوځي حضور د راتلونکې، او د سیاسي او اقتصادي همکارۍ د پراختیا لپاره بنسټیز پړاو و. دا سفر ښيي چي دمشق غواړي له لویو نړیوالو ځواکونو سره د متقابل ګټو پر بنسټ اړیکې پیاوړي کړي، سره له دې چي د پخواني رژیم د مشرانو قضیه لا هم یو نامعلوم اقتصادي او سیاسي بحث دی.