د ط..البانو ستري محکمې د پنج شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي دي

د ط..البانو ستري محکمې د پنج شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي دي، چي په کابل کي ئې ۱۸ کسان د نشه يي توکو د قاچاق او خرڅولو په تور په عام محضر کي په دورو وهلي دي.
خبرپاڼه ليکي، چي دغه کسان د ۱۵ څخه تر ۳۹ پوري په دورو وهل سوي او د اوو مياشتو څخه تر دوو کلنو پوري ئې د تنفيذي بند سزا هم ورکړې ده.
بايد وويل سي، چي ط..البانو په دې وروستيو کي په عام محضر کي فزيکي سزاوي زياتي کړي دي.