ملګرو ملتونو خبر ورکړی

ملګرو ملتونو خبر ورکړی، چي د تېري اوونۍ په جريان کي د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کي شاوخوا ۲ زره افغان کډوال د پاکستان پوليسو نيولي.
د ياد سازمان په وينا چي دغه نيول سوي افغان کډوال د پاکستان په زندانونو کي بنديان دي او يا هم د کډوالو په کمپ کي ساتل کېږي.
دا په داسي حال کي ده، چي د پاکستان دولت د افغان کډوالو د جبري ستنولو لړۍ جاري ساتلې ده او هره ورځ د تورخم او سپین بولدک د لاري زرګونه افغان کډوال په زور او جبر د خپلي خاوري څخه باسي.