ټرمپ کوم ډول«ډالۍ»خوښوي؟
پال برومل؛ بریتانوي ډیپلوماټ
نن سبا د نړۍ ډېری هېوادونه چي د ډونالډ ټرمپ سره لیدني او رسمي کتني لري، د سیاسي خبرو تر څنګ یوې بلي مهمي موضوع ته هم ځانګړې پاملرنه کوي: ټرمپ ته کومه ډالۍ ورکړل سي؟
د ډیپلوماټیکو ډالیو ټاکل ساده کار نه دی. دا یوازي یو تشریفاتي حرکت نه ګڼل کېږي، بلکي سیاسي پیغام، نرم قدرت، اړیکي او حتی د نفوذ هڅه هم پکښې نغښتې وي. د بریتانیا پخوانی ډیپلوماټ او لیکوال Paul Brummell په خپله مقاله کي لیکي چي د نړۍ د بهرنیو چارو وزارتونو د تشریفاتو کارکوونکي د ډالیو په اړه “وحشتناکي کیسې” لري، ځکه ناسمه ډالۍ کله کله د سیاسي سوءِتفاهم او حتی شرمندګۍ سبب هم ګرځي.
د ډیپلوماسۍ په تاریخ کي ډالۍ له زرګونو کلونو راهیسي کارېږي. د لرغوني مصر او بینالنهرین د “آمارنا” په لیکونو کي د پاچاهانو ترمنځ د سرو زرو، قیمتي شیانو او نورو ډالیو یادونه سوې ده. هدف یې دا وو چي اړیکي ټینګي کړي او د باور فضا رامنځته کړي.
د فرانسوي ټولنپوه Marcel Mauss د نظریې له مخي، عادي سوداګري موقتي اړیکه جوړوي، خو ډالۍ دوامداره اړیکه رامنځته کوي. له همدې امله ډیپلوماسي د ډالیو څخه د اړیکو د نرمولو او نږدې کولو لپاره استفاده کوي.
د ټرمپ په قضیه کي موضوع نوره هم حساسه بلل کېږي. هغه یو داسي سیاستوال ګڼل کېږي چي شخصي برداشت، احترام او ظاهري سمبولونو ته ډېر اهمیت ورکوي. له همدې امله ډېری هېوادونه هڅه کوي چي د هغه شخصي علاقې په نظر کي ونیسي.
د مثال په توګه، د ټرمپ د ګالف سره مینه اوس د ډیپلوماټیکو ډالیو یوه مهمه برخه ګرځېدلې ده.
د جنوبي افریقا ولسمشر Cyril Ramaphosa نه یوازي د افریقا د ګالف میدانونو کتاب ور وړی وو، بلکي دوه مشهور ګالف لوبغاړي یې هم ورسره سپیني ماڼۍ ته بیولي وو.
اوکرایني ولسمشر Volodymyr Zelenskyy بیا ټرمپ ته د یوه ټپي اوکرایني عسکر د ګالف لرګی ډالۍ کړی وو، چي ورباندي لیکل سوي وو: “راځئ چي سوله یوځای هدف ته ورسوو.”
حتی ځینو مشرانو د ټرمپ کورنۍ مخینه هم د ډالیو برخه ګرځولې ده. د جرمني صدراعظم میرز هغه ته د خپل جرمن نیکه د زېږېدو اسناد ډالۍ کړي وو، تر څو د ټرمپ د کورنۍ تاریخي ریښې ورپه یاد کړي.
د ټرمپ د دوهمي دورې تر ټولو جنجالي ډالۍ هغه لویه Boeing 747-8 الوتکه بلل کېږي چي د قطر شاهي کورنۍ د Air Force One د استعمال لپاره وړاندي کړې وه.
دغه ډول قیمتي ډالۍ په امریکا کي قانوني حساسیتونه لري. د امریکا اساسي قانون د بهرنیو دولتونو له خوا د نفوذ د مخنیوي لپاره محدودیتونه وضع کړي دي. له همدې امله امریکایي چارواکي معمولاً ډېر قیمتي شیان شخصي ملکیت نه سي ګرځولای او هغه ملي آرشیفونو ته سپارل کېږي.
ډالۍ اکثره وخت سیاسي پیغام هم لري. چین معمولاً د ورېښمو، لاکي صنایعو او تاریخي هنرونو ډالۍ ورکوي تر څو خپل فرهنګي نفوذ وښيي. سعودي عربستان او د خلیج ځیني نور هېوادونه بیا مجلل او قیمتي تحفې کاروي تر څو خپل شتمن او سخاوتمند تصویر څرګند کړي.
د بریتانیا پاچا چارلس ټرمپ ته د HMS نومي زړې اوبتلي زنګ ډالۍ کړی وو. دغه ډالۍ هم د ټرمپ نوم ته اشاره لرله او هم یې د بریتانیا او امریکا د پوځي اتحاد پیغام ورکاوه.
سره له دې ټولو هڅو، ډېری شنونکي باور لري چي ډالۍ اکثره وخت یوازي د مجلس د فضا نرمولو وسیله وي. دا د خبرو اترو یخ ماتوي، خو د دولتونو ترمنځ لویي سیاسي پرېکړي بیا تر ډېره د ګټو، فشارونو او ستراتیژیکو حسابونو له مخي کېږي، نه د ډالیو له امله.
خو بیا هم، په نړیواله سیاست کي ډالۍ لا هم خپل ځای لري. کله کله یو کوچنی سمبولیک شی هم د اوږدو خبرو تر مخه د اعتماد او نرمښت فضا رامنځته کولای سي.