د هلمند څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د يکشنبې په ورځ د دغه ولايت د اتمي حوزې په ساحه کي د يو ځوان جسد موندل سوی.
د سرچينې په وينا چي دغه ځوان د توت پر درخته ځړول سوی دئ.
تر اوسه پوري څرګنده نه ده، چي دغه کس ځان وژنه کړې او که د نورو کسانو له خوا وژل سوی دئ.
ځايي خلګ وايي د دغه ځوان هويت تر اوسه پوري روښانه نه دئ.
بايد وويل سي چي ط..البانو د دغي پېښي په تړاو تر اوسه پوري څه نه دي ويلي.