بلومبرګ راپور ورکړی، چي بریتانیا او فرانسه به د دوشنبې په ورځ د څه باندي ۴۰ هیوادونو په ګډون د یوې ناستي کوربتوب وکړي

بلومبرګ راپور ورکړی، چي بریتانیا او فرانسه به د دوشنبې په ورځ د څه باندي ۴۰ هیوادونو په ګډون د یوې ناستي کوربتوب وکړي، څو د هرمز تنګي په اړه د اروپايي سمندري ماموریت پر پوځي همکارۍ خبري وکړي.
د راپور له مخي، ګډونوال هیوادونه به د ماین پاکۍ، د کښتیو د انتقال او هوايي ګزمو په برخو کي خپلي وړتیاوي وړاندي کړي.
دغه دفاعي ماموریت د بریتانیا او فرانسې په مشرۍ د دې له پاره طرحه سوی، چي سوداګریزو بېړیو ته د هرمز تنګي د خوندي تګ راتګ ډاډ ورکړي.

د بریتانیا د دفاع وزیر جان هیلي ویلي، لندن او پاریس هڅه کوي د اوربند وروسته ډیپلوماټیکه هوکړه په عملي پوځي پلان بدله کړي؛ ترڅو په هرمز تنګي کي د کښتيو خوندي تګ راتګ تضمین سي.