ملګرو ملتونو د جولای ۱۸مه د نېلسن مانډیلا نړۍواله ورځ بللې او ویلي ئې دي چي دا ورځ د ازادۍ، عدالت

ملګرو ملتونو د جولای ۱۸مه د نېلسن مانډیلا نړۍواله ورځ بللې او ویلي ئې دي چي دا ورځ د ازادۍ، عدالت، بشري کرامت او برابرۍ له پاره د هغه د نه ستړې کېدونکو هڅو د یاد او درناوي له پاره ځانګړې سوې ده.
د دې سازمان په وینا، د مانډیلا ژوند د نړۍ خلګو ته دا پیغام ورکوي، چي هر انسان کولای سي د خپل ټولني د ښه والي له پاره مثبت رول ولوبوي او د سولي، زغم او برابرۍ د ټینګښت له پاره عملي ګامونه واخلي.
نېلسن مانډیلا د سویلي افریقا د توکمیز تبعیض یا اپارتاید پر ضد د مبارزې له مخکښو څېرو څخه و.

هغه د خپلي مبارزې له امله ۲۷ کاله بند تېر کړ، خو له زندانه څخه تر ازادېدو وروسته ئې د غچ اخیستلو پر ځای د ملي یووالي، پخلایني او سولي لاره غوره کړه.
مانډیلا په ۱۹۹۴ کال کي د سویلي افریقا د لومړي تورپوستي ولسمشر په توګه وټاکل سو او د خپلي ولسمشرۍ پر مهال ئې د بېلابېلو قومونو ترمنځ د یووالي، عدالت او برابر فرصتونو د رامنځته کولو له پاره پراخي هڅي وکړې.
ملګري ملتونه هر کال د جولای په ۱۸مه له خلګو غواړي چي د مانډیلا له ارزښتونو الهام واخلي او د خپلو ټولنو د پرمختګ، سولي او ټولنیز عدالت له پاره خدمت وکړي.