د افغانستان له پاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی اصف درانی وايي په افغانستان کي د ط..البانو د بيا واکمنۍ سره سم د بېوزلۍ او فقر ګراف خورا لوړ سوی دئ.
د هغه په خبره چي ط..البان په افغانستان کي د پوره امنيت ډاډ ورکوي؛ خو د اقتصادي ستونزو له امله افغان ولس ورځ تر بلي د غريبۍ سره مخامخ کېږي.
د هغه په خبره چي د ط..البانو د واکمنۍ څخه شاوخوا پنځه کاله تېريږي؛ خو بيا هم افغانستان د نړۍ د هغه هيوادونو په قطار کي دئ، چي بشري ناورين په کښي اوج ته رسېدلی دئ.
د هغه په وينا چي د افغانستان بانکي سيستم سقوط سوی، ځوانان بېکاره دي او پر افغانستان نړۍوالي بشري مرستي هم بندي سوي، چي له امله ئې افغانان په يوه بحراني حالت کي ژوند کوي.
د دراني په خبره چي ط..البانو د افغان مېرمنو څخه د زده کړو او کار ازادي هم اخيستې، چي له امله ئې مېرمنو سخت زيان ليدلی دئ.
آصف دراني دغه راز زياته کړې، چي د ټيټيپي، داع.ش خراسان، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ، اسلامي غورځنګ ازبکستان او د بلوچستان د ازادۍ پوځ په ګډون د وسلهوالو ډلو شتون د افغانستان د نړۍوالي انزوا یو مهم لامل دئ.
هغه ويلي تر هغه وخت به ط..البانو څوک په رسميت ونه پېژني ترڅو چي د ترهګرو ملاتړ ئې پريښي نه وي.