ملګرو ملتونو د لومړي ځل له پاره اسرائیل د هغو هیوادونو په ډله کي راوستلی، چي د وسلهوالو شخړو پر مهال د جنسي تاوتریخوالي له تورونو سره مخ دي.
د بي بي سي د راپور د مخي، د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کي د غزې تړانګي او لوېدیځي غاړي له فلسطینیانو سره د جنسي ناوړه چلند لسګونه پېښي ثبت او تائید سوي دي.
ویل کېږي چي په دغو مواردو کي د امنیتي ځواکونو، پولیسو او د زندانونو د ادارو ځیني کارکوونکي ښکېل بلل سوي دي.
راپور همداراز څرګندوي چي د پېښو د بشپړي څېړني پر وړاندي یو شمېر خنډونه موجود وو او ځینو بندیانو د شکایت او معلوماتو له شریکولو څخه د بېري او فشارونو له امله ډډه کړې ده.
بلخوا اسرائیلي چارواکو د ملګرو ملتونو موندني ناسمي بللي او د راپور محتوا ئې رد کړې ده.
د اسرائیل حکومت خبرداری ورکړی، چي تر هغه وخته به د ملګرو ملتونو له سرمنشي دفتر سره خپلي اړیکي محدودي وساتي، څو چي اوسنی مشرتابه پر خپل ځای پاته وي.