ملګرو ملتونو ویلي، چي په غزه کي د اوربند له اعلان وروسته په تېرو ۳۰۰ ورځو کي لږ تر لږه ۳۰۰ ماشومان وژل سوي دي.
د دې سازمان په وینا، د غزې خلګ لا هم له سختو شرایطو سره مخ دي او ګڼي کورنۍ په خیمو کي ژوند کوي.
ملګرو ملتونو ویلي، ډېری ماشومان له خوارځواکۍ او ناروغیو سره مخ دي او په غزه کي د روغتیايي خدمتونو او درملو کمښت هم سته.
دغه سازمان له ټولو خواوو غوښتي چي د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول د ماشومانو، خوندیتوب ته پام وکړ