د پاکستان پوليسو خبر ورکړی

د پاکستان پوليسو خبر ورکړی، چي د بلوچستان ايالت په تربت ولسوالۍ کي ئې ۲۲ تنه هغه افغان کډوال نيولي چي په پاکستان کي د اوسېدلو قانوني اسناد ئې نه درلودل.
د پولیسو په وينا چي دغه افغان کډوال د يو قاچاقبر له خوا لېږدول کېدل، چي د پاکستان د پوليسو د عملياتو پر مهال قاچاقبر د سيمي څخه تښتېدلی دئ.
پوليس زياتوي، چي پر قاچاقبر باندي امنيتي ځواکونه ټکان کړي، چي له امله ئې دوه افغانان ټپيان سوي دي.

دا په داسي حال کي ده چي د پاکستان حکومت هره ورځ افغان کډوال نيسي او په زور ئې د خپلي خاوري څخه افغانستان ته اخراجوي.