ملګري ملتونه وايي، افغانستان د ط..البانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته هم له پراخو بشري او اقتصادي ستونزو سره مخ دئ او د دغه وضعیت د لا خرابېدو اندېښنې زیاتي سوي دي.
د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ځانګړي استازي او د بشري مرستو همغږي کوونکي، برونو لومارکیس ویلي، افغانستان په یوه ستونزمن پړاو کي دئ او د دغه هیواد راتلونکی له ګڼو ننګونو سره مخ دئ.
د نوموړي په وینا، که څه هم په افغانستان کي نسبي امنیت او ثبات ټینګ سوی، خو کمزوری اقتصاد، د ښځو او نجونو پر حقونو پراخ محدودیتونه، د میلیونونو کډوالو بېرته راستنېدل او د بشري مرستو په کچه کي د پام وړ کموالی د خلګو وضعیت لا ستونزمن کړی دئ.
هغه خبرداری ورکړی، چي د دغو ستونزو دوام کولای سي په افغانستان کي بشري ناورین لا پراخه کړي.