نن د اسد اوومه د افغانستان د ملي بېرغ له ورځي سره برابره ده

نن د اسد اوومه د افغانستان د ملي بېرغ له ورځي سره برابره ده.
دا ورځ هر کال د هیواد د ملي بېرغ، ملي هویت او یووالي د ارزښتونو د یادوني په توګه یادیږي.
د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست له تحولاتو وروسته، د ط..البانو حکومت د افغانستان پخوانی ملي بېرغ له رسمي کاروني ایستلی او پر ځای ئې خپل سپین بېرغ کاروي.

له همدې امله، د ملي بېرغ ورځ هم په رسمي ډول نه نمانځل کېږي.
سره له دې، لا هم ډېر افغانان، په ځانګړې توګه په بهرنیو هیوادونو او ټولنیزو رسنیو کي، د اسد اوومه د ملي بېرغ ورځي په توګه یادوي او وایي چي ملي بېرغ د هیواد د تاریخ، خپلواکۍ او ګډ هویت نښه ده.
د دغي ورځي په مناسبت یو شمېر افغانان هیله څرګندوي چي ملي بېرغ به یو ځل بیا د ټول افغانستان د ګډ هویت او یووالي د سمبول په توګه خپل ځای ومومي، ځکه د دوی په باور دا بېرغ لا هم د ډېرو خلګو په زړونو کي ځانګړی ځای لري.