د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کي د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو له امله خلګو ته مرګ‌ژوبله او مالي زیانونه اوښتي دي.
د اوچا په وینا، په نورستان ولایت کي ۱۲۰ زیانمني کورنۍ د بشري مرستو له پاره ثبت سوي، چي تر اوسه ۹۲ کورنیو ته مرستي رسېدلې دي.
اوچا زیاتوي، د همدې سېلابونو له امله په لغمان ولایت کي درې کسان مړه، څلور ټپیان او ۱۸۷ کورنۍ زیانمني سوي دي.