نن د ډيسمبر ۹مه، په ټوله نړۍ کي د اداري فساد ضد نړۍواله ورځ لمانځل کېږي.
دا ورځ هر کال په دې موخه نمانځل کېږي، چي په ادارو کي د فساد پر ضد مبارزه وسي او د شفاف او عادلانه اداري سيستم د جوړېدو له پاره کار وسي؛ خو په افغانستان کي دا ورځ داسي مهال را رسېږي چي اداري فساد د هیواد د ټولنيز، اقتصادي او سياسي نظام ريښې کمزوري کړي دي.
ولسي خلګ وايي دلته ډېری دولتي چاري د شناخت، واسطې او رشوت له لاري تر سره کېږي او وړتياوي، مسلکيتوب او شفافيت تر پښو لاندي سوی دئ.
هغوي وايي په ډېری دولتي ادارو کي د دندي ترلاسه کول پرته له شخصي اړيکو، پېسو يا قومي واسطې ناشونی ښکاري. د دوی په وينا دغه وضعيت نه يوازي د عامو خلګو پر ژوند منفي اغېز کړی، بلکي د هيواد پرمختګ ته ئې هم ستر خنډونه ايجاد کړي دي.
سره له دې چي چارواکي وخت ناوخته د فساد پر ضد ژمني کوي، خو عملي ګامونه ډېر کم ليدل کېږي او فساد لا هم د افغانستان په ادارو کي يو پراخ او ورځنی واقعيت دئ.
ډېر خلګ باور لري چي له شفافيت، عدالت او حساب ورکولو پرته به د افغانستان راتلونکی روښانه نه سي.
وروستي راپورونه او شکايتونه ښيي چي د ط..البانو حکومت له راتګ سره، په مهمو او مسلکي دولتي بستونو کي د مسلکيتوب پر ځای ملايان او مذهبي کسان د جهاد د فورمې له مخي مقررېږي.
ډیری وخت د اهل مسلک، متخصص او تجربهلرونکي کسان له دندو ګوښه کېږي او پر ځای ئې هغه کسان مقرريږي چي د ملا توب يا جهادي سابقې اسناد لري.
ولسی خلګ له دولت څخه غوښتنه کوي چي په اداري نظام کي د فساد مخه ونيسي.