د ايران پوليسو د سې شنبې په ورځ ويلي، چي د دغه هيواد په يزد ښار کي ئې ۷۵۵ تنه هغه افغان کډوال نيولي چي په ايران کي ئې د اوسېدلو قانوني اسناد نه درلودل.
د ايران د پوليسو په وينا چي دغه افغان کډوال ئې په يزد ښار کي د ګرځېدو پر مهال نيولي دي.
پوليسو دغه افغان کډوال کمپ ته انتقال کړي او ويلي ئې دي، چي ډېر ژر به دغه افغان کډوال افغانستان ته وباسي.