نيويارک ټايمز راپور ورکړی، چي د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پلان لري، چي ۱۱۰۰ افغان کډوال چي د قطر په کمپ کي اوسېږي کانګو ته انتقالوي.
په دغه کډوالو کي د امريکا د پوځ ژباړونکي، کمانډويان او د هغوی د کورنۍ غړي شامل دي.
دغه افغان کډوال د تېر جمهوري نظام تر سقوط وروسته د امريکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ قطر ته انتقال کړي وو، چي تر ارزوني وروسته ئې امریکا ته انتقالوي؛ خو اوس ئې کانګو ته انتقالوي.