د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبر ورکړی

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبر ورکړی، چي د کنړ د زلزله ځپلو له ډلي څخه ۲۲۱ زره کسان لا هم بېړنيو مرستو ته اړتیا لري.
د يادي ادارې په وينا چي تر ۳۰۰زره ډېرو کسانو ته خوراکي توکي، اوبه، روغتیايي خدمات او سرپناه برابر سوې؛ خو پاته کسان لا سرپنا او نورو بېړنيو خدماتو ته اړتیا لري.
دغه سازمان وايي چي ۷۶۰۰ زلزله ځپلي کورنۍ اوس هم په خېمو کي ژوند کوي، چي بشري مرستو ته اړتيا لري.

بايد وويل سي، چي په کنړ کي اته مياشتي مخکي زلزلې نژدې نیم میلیون کسان په کونړ او ننګرهار ولایتونو کي اغېزمن کړي دي، چي اوس بشري مرستو ته اړتيا لري.