له المانۍ ورځپاڼي سره د حامد کرزي مرکه
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزی له جرمني مجلې شپیگل سره په مرکه کي ويلي چي د افغانستان خلک له شاوخوا څلوېښتو کلونو جګړو او بېثباتۍ وروسته نور د نوي شخړې غوښتونکي نه دي.
هغه وويل، هېڅوک نه غواړي افغانستان يو ځل بيا هرجومرج او تاوتريخوالي ته ولاړ سي، خو خلک د تلپاتې سولي، ثبات او داسي نظام غوښتونکي دي چي د ولس له ارادې راولاړ سوی وي.
کرزي د هېواد د خراب اقتصادي حالت يادونه وکړه او ويې ويل چي ډېری افغانان له پراخې بېوزلۍ سره مخ دي، نو ځکه د جګړې پيل ته لېوالتيا نه لري. خو په عين حال کي خلک د نجونو د تعليم، د ښځو د حقونو او د يو ولسي نظام غوښتنه کوي.
هغه د اوسني حکومت دننه د نظر اختلافات عادي وبلل او زياته يې کړه چي لکه د هر نظام په څېر، بېلابېل نظرونه موجود وي. خو ټينګار يې وکړ چي بايد د افغانستان د وېش يا سقوط هيله ونه کړل سي.
د امنيتي وضعيت په اړه کرزي وويل چي د تېر په پرتله يو څه ښه والی راغلی، خو هېواد لا هم اقتصادي ودي، ټولنيزي هوسايني، سياسي ګډون او باثباته حکومتدارۍ ته اړتيا لري. د هغه په وينا، افغانستان «د ټولو افغانانو ګډ کور» دی او ثبات هغه وخت راتلای سي چي ټول د ښه والي لپاره کار وکړي.
کرزي د امريکا د اوونيزو مالي مرستو په اړه وويل چي دا مرستي نېغ په نېغه اوسني حکومت ته نه ورکول کېږي، بلکي هدف يې د اقتصاد د درېدلو مخنيوی دی. هغه زياته کړه چي مرسته کوونکي هېوادونه د همدې لاري خپل نفوذ هم ساتي.
هغه د پاکستان پر تګلارو نيوکه وکړه او ويې ويل چي اسلاماباد له تېرو څلوېښتو کلونو راهيسې افراطيت ملاتړ کړی او افغانستان ته يې صادر کړی، چي اوس خپله هم له پايلو سره مخ دی.
د تحریک طالبان پاکستان د حضور په اړه هغه وويل پاکستان حق لري خپل امنيت تأمين کړي، خو افغانستان د خپلو کورنيو ستونزو مسؤل نه سي ګرځولای.
کرزي د پاکستان وروستي هوايي بريدونه «لويه تېروتنه» وبلل او ويې ويل چي دا کار د ملکي خلکو د زيان سبب ګرځي.
هغه همدارنګه وويل چي که په افغانستان کې وسلهوالي ډلي شتون ولري، بايد ژر تر ژره له هېواده ووځي، ځکه افغانان تر ټولو زيات د ترهګرۍ او افراطيت قربانيان دي.
کرزي د چين د منځګړيتوب ستاينه هم وکړه او ويې ويل چي چين هڅه کوي د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتريخوالی کم کړي.
د نجونو د تعليم په اړه کرزي وويل چي داسي شواهد نسته چي عادي طالبان د نجونو له زدهکړو سره مخالف وي. هغه زياته کړه چي حتی د اوسني حکومت ځينو غړو تر واک ته رسېدو وروسته غوښتنه کړې چي د خپلو لوڼو لپاره د بهر زدهکړو زمينه برابره کړي.
هغه وويل چي ډېری ديني عالمان هم د نجونو د ښوونځيو د بيا پرانيستلو او د ښځو د کار د محدوديتونو د لرې کېدو غوښتنه کوي، او د دې محدوديتونو دوام به هېواد ته زيان ورسوي.
کرزي د خپلو لوڼو د تعليم يادونه هم وکړه او ويې ويل چي يوه لور يې له شپږم ټولګي وروسته اړه سوې چي انلاين زدهکړې ته دوام ورکړي، او بله به يې هم ژر له همدې حالت سره مخ سي.
په پای کي هغه ټينګار وکړ چي د ښځو او نجونو د حقونو د بېرته راوستلو لپاره به خپلې ټولې هڅې وکړي او دا بنديزونه يې د افغانستان د راتلونکي لپاره زيانمن وبلل.