نړۍوالو رسنيو د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړی، چي د روسيې په مسکو ښار کي د موټر بم د چاودني له امله درې کسان وژل سوي دي.
د راپورونو له مخي په دغه چاودنه کي دوه پوليس او يو بل کس وژل سوی دئ.
د رسنيو د معلوماتو له مخي دغه پېښه هغه مهال رامنځ ته سوې، چي پولیسو په یوه موټر کي مشکوک کس ولیدی او په ياد موټر کي ئې د پلټني هڅه کول.
د روسیې د تحقیقاتو ادارې وایي، چاودنه په موټر کي د ځای پر ځای سوي بم له امله رامنځ ته سوې ده.
بايد وويل سي چي تر يادي پېښي دوې ورځي مخکي یو لوړ پوړی روسی جنرال د ورته چاودني له امله په مسکو کي وژل سوی و.
روسیې د دې بریدونو پړه پر اوکراین اچولې، خو تراوسه اوکرایني لوري په دې اړه څه نه دي ویلي.