د جرمني ۵۰ مشهورو سياسي څېرو په یوه پرانیستي لیک کي له خپل حکومت څخه غوښتي چي هغه د خطر سره مخ افغانان، چي جرمني ورسره د منلو ژمنه کړې، باید ژر جرمني ته انتقال سي.
د جرمني د رسنیو د معلوماتو له مخي چي شاوخوا ۱۸۰۰ افغان کډوال، چي پخوا ئې له جرمني ادارو سره همکاري کړې او اوس مهال په پاکستان کي دي، د اجباري شړلو له خطر سره مخ دي.
لیک کي ټینګار سوی، چي حکومت باید د دغو افغانانو د خوندیتوب له پاره ژر او عملي ګامونه پورته کړي.