د بريتانيا رسنيو خبر ورکړی، چي د سکاټلنډ حکومت د رفيع الله په نوم ۲۱ کلن افغان ځوان د جنسي تېري په تور په ۹ کاله بند محکوم کړی دئ.
په راپور کي ويل سوي، چي دغه افغان يو کال مخکي په يوه پارک کي پر کمه عمره نجلۍ باندي جنسي تېری کړی و او د همدې امله بندي سوی و.
بلخوا بيا دغه تورن افغان ويلي چي دغه هرڅه د دواړو طرفونو په رضايت تر سره سوي وه.