نړۍوالو رسنيو راپور ورکړی

نړۍوالو رسنيو راپور ورکړی، چي د نړۍ په بازارونو کي د نفتو بیې د پنج شنبې په ورځ لوړې سوي؛ خو څو ساعته وروسته بېرته لږ کمي سوي دي.
د راپورونو له مخي، د اسيا په بازارونو کي د شمالي سمندر د برنت نفت بیه شاوخوا ۳.۶۲ سلنه لوړه سوې او تر ۱۰۵ ډالرو واوښته.
همدارنګه د وست ټکساس انټرمیډیټ نفت بیه هم له ۴ سلنه څخه زیاتي سوي وې او نږدې ۹۶ ډالرو ته ورسېده.

خو وروسته له څو ساعتونو، د بیو په تعدیل سره برنت نفت شاوخوا ۱۰۳ ډالرو او وست ټکساس انټرمیډیټ ۹۴.۳۸ ډالرو ته کښته سوي وې.
دا بدلونونه په داسي حال کي رامنځ ته کېږي، چي د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند د غځېدو په اړه لا هم روښانه وضعیت نه دئ موجود.