د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق وايي

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق وايي، چي په افغانستان کي د اوبو کمښت لا هم د مهمو ستونزو څخه ده او د حل له پاره ئې ګډو هڅو ته اړتیا ده.
د دې بنسټ په وینا د نړۍوالو مرستندويانو په همکارۍ سره کېدای سي د اوبو ستونزه په اغېزمن ډول حل سي.
دغه صندوق زیاتوي، چي په افغانستان کي د پاکو اوبو د برابرولو په برخه کي د ملګرو ملتونو اقدامات ښيي چي ګډ کار کولای سي مثبتي او ګټوري پایلي ولري.

دوی ټینګار کړی، چي د اوبو د ستونزو د حل له پاره باید دوامداره او پراخي هڅي وسي.