د امريکا د کانګرس غړي د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه طرحه سخته غندلې

د امريکا د کانګرس غړي د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه طرحه سخته غندلې، چي وايي ښايي ۱۱۰۰ افغانان به د قطر څخه د کانګو ديموکراتيک جمهوريت ته ولېږدول سي.
نوموړي دا کار بې‌رحمانه خيانت بللی دئ.
دا افغانان د کلونو راهيسي په قطر کي دي او د امريکا ويزو ته انتظار باسي، خو د ويزو بهير عملاً درېدلی او لا هم ئې راتلونکی نه دئ روښانه.

د يادوني وړ ده چي دا کسان له ۲۰۲۱ کال وروسته، کله چي امريکايي ځواکونه له افغانستانه ووتل، په نامعلوم حالت کي په دغه هيواد کي پاته دي او لا هم د انتقال په تمه دي.