روسیه څنګه د ټرمپ او ایران له جګړې ګټه اخلي؟

روسیه څنګه د ټرمپ او ایران له جګړې ګټه اخلي؟
فارن پاليسي
د ایران او امریکا ترمنځ جګړه، چي د ډونالډ ټرمپ له سیاستونو سره تړلې ده، یوازي یو سیمه‌ییز یا نظامي بحران نه دی؛ بلکي دا یو ژور ‌اقتصادي بدلون هم رامنځته کړی دی. په دې بدلون کي تر ټولو لوی ګټونکی هېواد روسیه ده، چي د نړیوالو انرژۍ بازارونو له ګډوډۍ څخه یې بې‌ساري مالي ګټې ترلاسه کړې دي.

په نړیوال سیاست کي ډېر وخت جګړې یوازې د تاوان لامل نه وي؛ ځیني هېوادونه د همدې بحرانونو له منځه اقتصادي فرصتونه راباسي. د ایران جګړه هم همداسي یوه بېلګه ده.
کله چي جګړه پیل سوه، سمدستي د تېلو نړیوال بازار بې‌ثباته سو. د عرضې د کمېدو، د لېږد د خطرونو او د هرمز د احتمالي بندېدو له امله د نفتو بیې په چټکۍ سره لوړي سوې. دا لوړوالی تصادفي نه و؛ بلکي د انرژۍ په بازار کي د وېرو او نامعلوم حالت مستقیمه پایله وه.
د همدې بدلون تر ټولو لوی ګټه‌اخیستونکی روسیه سوه. ځکه دا هېواد د نړۍ له مهمو نفت صادرونکو څخه دی، او د بیو هر لوړوالی د دې هېواد عواید څو برابره زیاتوي.

د څېړنیزو بنسټونو له مخه، روسیه د جګړې په لومړیو میاشتو کي داسي عواید ترلاسه کړي چي په تېرو دوو کلونو کي یې ساری نه لیدل کېږي.
* ورځنی عاید: شاوخوا ۷۱۳ میلیونه یورو
* میاشتنی مالیاتي عاید: نږدې ۷.۴ میلیارده یورو

شمېرې د دې ښکارندویي کوي چي څنګه یو نړیوال بحران کولی سي د یو هېواد اقتصاد ته ناڅاپي وده ورکړي.
لوېدیځ هېوادونو مخکي پر روسیې سخت بندیزونه لګولي وو، په ځانګړي ډول د انرژۍ پر صادراتو. دا بندیزونه تر یوه حده اغېزمن هم وو او د روسیې اقتصاد یې تر فشار لاندي راوستی و خو د ایران جګړې دا معادله بدله کړه.
د نړیوال نفت بحران د دې لامل سو چي متحده ایالات او نور هېوادونه د بازار د ثبات لپاره ځیني بندیزونه نرم کړي. دا پرېکړه که څه هم د نړیوال بازار د ژغورلو لپاره وه، خو عملي نتیجه یې دا سوه چي روسیه یو ځل بیا په ازاد ډول خپل نفت صادر کړي.

پایله کي یې:
* صادرات زیات سول
* عواید لوړ سول

* اقتصادي فشار کم سو
د راپورونو له مخې د روسیې د نفتو صادرات د پام وړ زیات سوي دي:
* ټول صادرات: شاوخوا ۱۶٪ زیاتوالی

* د سمندري نفت عواید: تر ۱۱۵٪ زیاتوالی
تر دې مهمه خبره دا ده چي مخکي د روسي نفتو بیه (چي د “اورال” په نوم پېژندل کېږي) د نړیوال بازار په پرتله ټیټه وه، خو اوس دا توپیر تقریباً له منځه تللی دی. دا په دې معنا ده چي روسیه اوس خپل نفت په لوړ قیمت پلوري—یعني دوه چنده ګټه.
په بل لور کېي اوکراین هڅه کوي چي د روسیې د انرژۍ عواید کم کړي. د دې لپاره یې:

* د نفتو تأسیسات په نښه کړي
* بندرونو ته زیان رسولی
* د صادراتو لړۍ ګډوډه کړې

حتی د میلیاردونو ډالرو زیانونه هم وارد سوي دي. خو بیا هم، د نفتو لوړ قیمت دا زیانونه جبرانوي.
په بل عبارت:
هغه څه چي په میدان جګړه کي له منځه ځي، په بازار کي بېرته ترلاسه کېږي.

د دې وضعیت تر ټولو مهم او خطرناک اړخ دا دی چي نړیوال بازار په غیر مستقیم ډول د روسیې جګړه تمویلوي.