د ط.. البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پنج شنبې په ورځ خبر ورکړی

د ط.. البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پنج شنبې په ورځ خبر ورکړی، چي ۳۳۴ د افغان کډوالو زندانيان د پاکستان د زندانونو څخه ازاد سوي او د کندهار د سپين بولدک او ننګرهار د تورخم د لارو افغانستان ته راغلي.
د ياد وزارت په وينا چي دغه افغان کډوال د رواني اوونۍ په جريان کي د پاکستان د زندانونو څخه ازاد سوي.
دغه افغان کډوال په پاکستان کي د اوسېدولو د قانوني اسنادو د نه موجوديت له امله نيول سوي وو او د درو ورځو څخه تر درو مياشتو پوري د پاکستان په زندانونو کي بنديان وو.