نړۍوالو رسنيو راپور ورکړی

نړۍوالو رسنيو راپور ورکړی، چي ‏د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د ياد هيواد د نوي ۵۰۰۰ ټنه جنګي بېړۍ چوئه هیون څخه لیدنه او څارنه کړې ده.
کيم جونګ اون د دغي بېړۍ د کنټرول مرکز، د وسلو سیسټمونو او نورو برخو څخه څارنه کړې ده.
هغه د شمالي کوریا دغه پرمختګ د قناعت وړ بللی دئ.

د شمالي کوريا دغه نوې جنګي بېړۍ به د جون په نیمایي کي بحري ځواکونو ته په واک کي ورکول سوي؛ ترڅو د اړتیا پر مهال ورڅخه په بشپړ ډول استفاده وکړي.