یوې سعودي سرچینې رسنيو ته ویلي، چي سعودي عربستان د وروستيو پوځي تهاجمي عملیاتو د ملاتړ له پاره د خپل هوايي حریم د کارولو اجازه نه ده ورکړې.
سعودي عربستان دغه پرېکړه وروسته له هغه کړې، چي د ایران او متحده ایالات ترمنځ د اوربند له عملي کېدو وروسته تاوتريخوالی رامنځ ته سوی.
دغي سرچينې ويلي، چي ریاض هڅه کوي کړکېچ راکم کړي او د پاکستان له هغو هڅو ملاتړ کوي، چي د امریکا او ایران جګړې د پای ته رسېدو له پاره د یوې هوکړي د ترلاسه کولو په موخه رواني دي.
سرچینې زیاته کړې، چي يوشمېر ډلي د مشکوکو موخو له پاره هڅه کوي د سعودي عربستان د دریځ په اړه ناسمه انځور وړاندي کړي.