نیویارک ټایمز: د اسامه له وژلو وروسته ستر عملیات، سیل ټیم امریکایي پیلوټان له ایران څخه وژغورله

نیویارک ټایمز: د اسامه له وژلو وروسته ستر عملیات، سیل ټیم امریکایي پیلوټان له ایران څخه وژغورله
نیویارک ټایمز راپور ورکړ چي په ۲۰۲۶ کي د امریکایي پیلوټ د ژغورني عملیات د سیل ټیم ۶ (Seal Team 6) لخوا ترسره سول؛ هماغه ځواکونه چي په ۲۰۱۱ کي یې اسامه بن‌لادن په ایبټ‌آباد کي وژلی و.
• په ۲۰۱۱ کي ۲۴ سیل ځواکونو دوه بلک‌هاوک هلیکوپټرو سره پاکستان ته ننوتل، شاوخوا ۴۰ دقیقې پر مځکه پاته سول، یو هلیکوپټر یې د ټیکنالوژۍ د ساتلو لپاره وسوځاوه او بن‌لادن یې له ځانه سره راوویست؛ هیڅوک ونه وژل سول.

• په ۲۰۲۶ کي د امریکایي پیلوټ د ژغورني لپاره سلګونه ځانګړي ځواکونه، جګړه‌ییزي الوتکي، هلیکوپټرونه، او د سایبر، فضایي او استخباراتي وسایل وکارول سول. پیلوټ شاوخوا ۲۴ ساعته په ایران کي د سپاه پاسداران او وسله‌والو تر تعقیب لاندي، ژوندی پاته و.
• د عملیاتو لپاره یو موقتي بېس په جنوب ختیځ اصفهان کي جوړ سو. دوه ځانګړي ترابري الوتکي او هلیکوپټرونه له تخنیکي ستونزو سره مخ سولې، خو د حساسو تجهیزاتو د ساتني لپاره وسوځول سولې.
• وروسته درې نوري الوتکي عملیاتو ته راغلې، سیل ټیم ۶ پیلوټ له ایران څخه ژوندی راوویست او پیلوټ د درملني لپاره کویت ته انتقال سو.

دا د ۲۰۲۶ کال لومړی تایید سوی مځکني عملیات و چي مستقیمه جګړه د سپاه پاسداران سره، تجهیزات نابودول، او د ټولو ځواکونو خوندي بیرته راستانه کېدل یې پکښي شامل و.