د ننګرهار د ط..البانو د عامي روغتيا رياست څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د جلال اباد ښار په انګور باغ سيمه کي د يوه کور خونه نړېدلې ده، چي په کښي اوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه پېښه کي پنځه کسان وژل سوي او دوه نور ټپيان دي.
بايد وويل سي، چي تر دې يوه ورځ مخکي هم په ورته پېښه کي درې کسان وژل سوي وو.