نیویارک ټایمز د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چي ایران تر اوسه نه دئ توانېدلی، چي د هرمز تنګي ټول ماینونه پاک کړي، له همدې امله دا مهمه سمندري لاره لا هم د کښتيو د تګ راتګ له پاره په بشپړه توګه نه ده پرانېستل سوې.
د دغو سرچینو په وینا، دا موضوع د دې لامل سوی، چي د ډونالډ ټرمپ د حکومت هغه غوښتنه، چي غوښتل ئې په دې مهمه لاره کي تګ راتګ زیات سي، نه ده عملي سوې.
راپور زیاتوي چي ایران تېره میاشت د کوچنیو کښتيو په وسیله په هرمز تنګي کي ماینونه ځای پر ځای کړي وو، خو د ځینو ماینونو دقیق موقعیت نه دئ ثبت سوی او ښایي د اوبو له امله ئې ځای بدل کړی وي، چي اوس ئې موندل او راټولول ستونزمن کړي دي.
دا وضعیت کېدای سي د ایران او امریکا ترمنځ پر روانو خبرو هم اغېز وکړي، هغه خبري چي ټاکل سوې په پاکستان کي ترسره سي.
د راپور له مخي، د هرمز تنګي خوندي پرانېستل د دغو خبرو له مهمو موضوعاتو څخه ګڼل کېږي.