د فرانسې خبرې اژانس خبر ورکړی، چي په افغانستان کي د وروستيو اورښتونو، سېلابونو

د فرانسې خبرې اژانس خبر ورکړی، چي په افغانستان کي د وروستيو اورښتونو، سېلابونو، ځمکي ښوېدني او طبيعي پېښو له امله ۱۴۸ کسانو خپل ژوند د لاسه ورکړی دئ‌.
دغه اژانس ويلي، چي د يادو طبيعي پېښو له امله ګڼ شمېر کسان ټپيان سوي هم دي.
په راپور کي ويل سوي، چي سلګونه کورونه او زراعتي ځمکي هم ويجاړي سوي دي.

د راپور له مخي چي زرګونه کورنۍ بې سرپناه سوي، چي اوس لاسنيوي او مرستي ته اړتيا لري.