نیویارک ټایمز ورځپاڼي د یوه پاکستاني چارواکي له قوله لیکلي، چي سعودي عربستان د پاکستاني جنګي الوتکو په مرسته پر حوثي وسلهوالو بریدونه کوي.
د پاکستان له پاره د امریکا پخواني پوځي اتشې ډیویډ او سمیټ هم ویلي، چي اسلاماباد شاوخوا اته زره پوځیان، د هوايي ځواک د غړو په ګډون، سعودي عربستان ته لېږلي دي.
د نوموړي په وینا، دغه ځواکونه به د نفتو د زېرمو د امنیت له پاره وکارول سي.
خو د پاکستان د اطلاعاتو وزارت دا ادعاوي رد کړي او راپور ئې ناسم او جعلي بللی دئ.