د ط..البانو د تخار امنیه قومنداني وايي، په تالقان ښار کي ئې له یوه شخصي امبولانس څخه ۶۱۴ کیلوګرامه تریاک نیولي دي

د ط..البانو د تخار امنیه قومنداني وايي، په تالقان ښار کي ئې له یوه شخصي امبولانس څخه ۶۱۴ کیلوګرامه تریاک نیولي دي.
د یادي قومندانۍ ویاند نقیب‌الله مسرور ویلي، دغه امبولانس له بدخشان ولایت څخه تخار ته راغلی و.
د نوموړي په وینا، په تېرو شاوخوا ۲۰ ورځو کي دا دویم ځل دئ چي په تخار کي په امبولانس کي نشه‌يي توکي نیول کېږي.

تر دې مخکي هم په یوه امبولانس کي ۴۲۰ کیلوګرامه تریاک نیول سوي وو.