د جرمني د بادن ورتمبرګ ایالت په توتلینګن ښار کي پولیسو یو ۲۷ کلن افغان وروسته له هغه ويشتلی او وژلی، چي د چارواکو په وینا، نوموړی له وسلې سره يو ځای د ښاروالۍ ودانۍ ته ننوتلی و.
د پولیسو په وینا، کله چي امنیتي ځواکونه د پېښي ځای ته ورسېدل، دغه کس ورباندي ټکان کړي.
پولیسو هم په جوابي ټکانو کي ياد افغان وژلی دئ.
تر اوسه پوري څرګنده نه ده چي دغه افغان ولي وسله له ځان سره درلوده او د ښاروالۍ ودانۍ ته د تګ موخه ئې څه وه.