والسټریټ ژورنال راپور ورکړی، چي امریکا له عربي خلیجي هیوادونو غوښتي، د کانګرس له منځمهاله ټاکنو وروسته له ایران سره د لنډمهالي خو سختي جګړې له پاره چمتووالی ونیسي.
د راپور له مخي امریکا او اسرائیل هڅه کوي د پوځي عملیاتو نوې څپه پیل کړي، څو پر ایران فشار زیات او له واشنګټن سره خبرو ته ئې اړ کړي.
راپور زیاتوي، چي امریکا سیمي ته د هوايي دفاعي سیستمونو او پوځي تجهیزاتو د لېږد ترڅنګ، د مهماتو زېرمه کولو او د جنګي الوتکو د چمتو کولو چاري هم رواني کړي دي.
ټاکل سوې ده، چي راتلونکې اوونۍ نوري امریکايي جنګي بېړۍ او سمندري ځواکونه هم منځني ختیځ ته ورسېږي.
د سرچینو په وینا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ لا وروستۍ پرېکړه نه ده کړې، خو د ټاکنو وروسته د ایران پر پوځي او اټومي تاسیساتو د پراخو بریدونو علاقه لري.
سپیني ماڼۍ د دې راپور په اړه څه نه دي ویلي.
بلخوا د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي، چي د ایران جګړه هر وخت چي وغواړي، پای ته رسولای سي.