د کندهار د سوداګرۍ او پانګوني خوني د معلوماتو له مخي، په تېرو شپږو میاشتو کي له دغه ولایت څخه بهرنیو هیوادونو ته د ۴۳ زره او ۴۰۵ ټنه ميوو، حبوباتو او نورو توکو په صادرولو سره ۹۷ میلیونه او ۵۰۰ زره ډالره عاید ترلاسه سوی دئ.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګوني خوني مرستیال عبدالباقي بینا وايي، په دې موده کي د تازه او وچي ميوې ترڅنګ بېلابېل نور توکي هم بهرنیو بازارونو ته صادر سوي دي.
د نوموړي په وینا، د کندهار سوداګرو د ميوو د پاکولو، بستهبندۍ او صادراتو په برخه کي خپل فعالیتونه د نړۍوالو معیارونو له مخي تنظیم کړي دي.
بلخوا، سوداګر له اړوندو ادارو غواړي چي د صادراتو بهیر اسانه کړي، د لېږد رالېږد لګښتونه راکم کړي او د دوی د محصولاتو له پاره دي باثباته بهرني بازارونه برابر کړي.